معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / یو شمېر ولایاتو کې د سېلابونو او د اوبو کچې لوړېدو خبرداری ورکړل شوی

یو شمېر ولایاتو کې د سېلابونو او د اوبو کچې لوړېدو خبرداری ورکړل شوی

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولینو د راتلونکو ۳ ورځو لپاره د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینو ځایونو کې د تېزو بارانونو اوبو کچې د لوړوالي او د سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.

یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه ناڅاپي اورښتونو او سیلابونو راوتلو ډېر اټکل د کابل او هلمند سیندیزو حوزو کې شوی دی.

په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي، چې د سېلابونو او اوبو د کچې لوړوالی په ځانګړې توګه د پنجشیر، غوربند، لوګر، میدان وردګ، غزني، کونړ، لغمان، پکتیا، خوست، پکتیکا، زابل او کندهار سيندونو پر لاره او ذکر شویو ځاینو په ځینې سېلبرونو کې شتون لري.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس