معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / یو شمېر ولایاتو کې نن او سبا د اورښتونو او د اوبو کچې د لوړېدو اټکل شوی

یو شمېر ولایاتو کې نن او سبا د اورښتونو او د اوبو کچې د لوړېدو اټکل شوی

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هوا پېژندنې ادارې نن او سبا دوشنبه د هېواد په یو شمېر سیندیزو حوزو کې د اوبو کچې د لوړېدو او د اورښتونو له امله د سېلونو د راوتلو اټکل کړی.

د اوبو او انرژۍ وزارت د هوا پېژندنې ادارې په حواله خبر ورکړی، چې د لړم په ۲۰مه او ۲۱مه د سمنګان، مزارشریف، بغلان، کندز، تالقان او بدخشان په سیندیزو حوزو کې د بارانونو او د واورو د ویلي کېدو له امله د اوبو د کچې د لوړېدو او سېلونو د راوتلو احتمال شته.

دغې ادارې سیندونو ته د نږدې سیمو اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی، چې احتیاط وکړي او د کوزنیو سیمو خلک له احتمالي خطرونو خبر کړي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس