معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / یو پانګوال د کابل نوي ښار کې پر ۴۵جریبه ځمکې ستر روغتیايي کمپلېکس جوړوي

یو پانګوال د کابل نوي ښار کې پر ۴۵جریبه ځمکې ستر روغتیايي کمپلېکس جوړوي

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي ۱۲ مه نېټه):

د راپورونو له مخې د کور او ښار جوړولو وزارت ویلي، چې د غلام صدیق وحیدیار په نوم یو پانګوال د وزارت په اډانه کې د پانګونې او پراختیا په اړه له مسوولینو سره خبرې کړې دي.

د راپور پر بنسټ نوموړي غوښتنه کړې، چې د کابل نوي ښار کې د یو ستر روغتیايي کمپلیکس لپاره ورته ۴۵جریبه ځمکه په واک کې ورکړل شي.

د ده په وینا په دې جوړېدونکي روغتیايي کمپلېکس کې به خدماتي، روزنیزه او هستوګنیزې ساحې شاملې وي، چې ګڼ شمېر خلکو ته به د کار او خدمت کولو زمینه هم برابره شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت زیاته کړې، چې په دې لیدنه کې مسوولینو له یاد پانګواله مننه کړې او ورته د هر راز همکارۍ ډاډ یې ورکړی.

د وزیر په خبره، چې د یو پروپوزل چمتو کېدو او عامې روغتیا وزارت سره تر شریکېدو او رضایت وروسته به یې د عملي چارو پیلولو په موخه اقدامات هم ترسره شي.

په دې وروستیو کې د کابل په نوي ښار کې د پانګونې لېوالتیا زیاته شوې او یو شمېر پانګوالو د دې ښار کې په بېلابېلو برخو باندې د پانګونې خبر ورکړی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس