معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / یو چینایي شرکت د وچې مېوې پروسېس برخه کې پانګونه کوي

یو چینایي شرکت د وچې مېوې پروسېس برخه کې پانګونه کوي

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي۲۴ مه نېټه):

د راپورونو له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د یوه چینایي شرکت له مسوولینو سره لیدنه ترسره کړې ده.

د راپور پر بنسټ، په دې کتنه کې د یاد شرکت مسوولینو په افغانستان کې د وچې مېوې د پروسېس په برخه کې د پانګونې لپاره لېوالتیا ښودلې ده.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست په دې کتنه کې ویلي، اوس په افغانستان کې له هر اړخه د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې ده او ویلي یې دي، چې دوی له ټولو بهرنیو پانګوالو، چې په افغانستان کې پانګونه کوي، هر کلی کوي.

دې وروستیو کې د سرتاسري امنیت له امله هېواد کې د بهرنیو پانګوالو د پانګونې لېوالتیا زیاته شوې ده.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس