معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ۱۶ټانکره بې‌کېفیته تېل د فراه له بندره بېرته ایران ته ګرځول شوي

۱۶ټانکره بې‌کېفیته تېل د فراه له بندره بېرته ایران ته ګرځول شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب  ۲۸   مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سټنډرډ ملي ادارې ایران ته د ۱۶ ټانکره بې کېفیته تېلو د بېرته ور ګرځولو خبر ورکړی.

یادې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د فراه د ۷۸ بندر له لارې يې ۱۶ ټانکره بې کېفیته تېل چې د دې ادارې له سټنډرډونو سره یې مطابقت نه درلود، بېرته ایران ته ورګرځولي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې وروستیو کې سټنډرډ ملي ادارې په خورا جدیت د بې کېفیته تېلو د واردولو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

یادې ادارې له ټولو سوداګرو څخه غوښتنه کړې، چې هېواد ته با کېفیته توکي وارد کړي، کنه له ورته قانوني چلند سره به مخ شي.

 

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس