معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۲۳ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري

۲۰۲۵ کال کې نږدې ۲۳ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري

کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۱۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) ویلي، تر ۲۰۲۵ کال پورې به شاوخوا ۲۲.۹ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا ولري، چې له دې جملې ۱۲ میلیونه ماشومان دي.

یونېسف په خپل تازه راپور کې ویلي، دا شمېرې د افغانستان د تر ټولو زیانمنونکو قشرونو د ملاتړ بېړنۍ اړتیا او د مرستو د دوام ارزښت څرګندوي.

راپور زیاتوي، اقتصادي ستونزې، وچکالي او طبیعي پېښې د هغو عواملو له ډلې دي، چې د خلکو ژوند یې له خطر سره مخ کړی دی.

یونېسف ټینګار کړی، چې باید د ماشومانو روغتیا، تغذیه، زده‌کړې او ساتنې ته ځانګړې پاملرنه وشي، څو د نسلونو راتلونکی وژغورل شي.

بل‌ لور افغان حکومت هم ویلي، چې هڅې کوي، څو د خپلو خلکو لپاره پایدارې حل‌ لارې پیدا او د نړیوالو مرستو د راجلبولو لپاره به له ملګرو ملتونو او نورو مرستندویه بنسټونو سره خپلو همغږیو ته دوام ورکړي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس