معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ۳۳ ټانکره بې‌کېفیته تېل له فراه ولایته بېرته ایران ته ګرځول شوي

۳۳ ټانکره بې‌کېفیته تېل له فراه ولایته بېرته ایران ته ګرځول شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۱۲مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سټنډرډ ملي ادارې ایران ته د ۳۳ ټانکره بې کېفیته تېلو د بېرته مسترد کولو خبر ورکړی.

یادې ادارې ویلي، چې تېره ورځ يې د فراه په ۷۸میل بندر کې ۳۳ ټانکره بې کېفیته تیل چې د دې ادارې له سټنډرډونو سره یې مطابقت نه درلود، بېرته ایران ته مسترد کړي دي.

سرچینې زیاته کړې، چې په دې وروستیو کې سټنډرډ ملي ادارې په خورا جدیت د بې کېفیته تېلو د واردولو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

یادې ادارې له ټولو سوداګرو څخه غوښتنه کړې، چې هېواد ته با کېفیته توکي وارد کړي، کنه نو له ورته قانوني چلند سره به مخ شي.

ـــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس