کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۱۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وایي، د لنډمهالي تګ – راتګ د سندونو د وېش لړۍ له پیله تر دې دمه شاوخوا ۷ زره پاکستاني موټر چلوونکو ته دغه سندونه وېشل شوي دي.
د دغه وزارت ویاند ویلي، دې موده کې له ۶ څخه تر ۷ زرو افغان موټر چلوونکو هم پاکستان ته د تګ دغه سندونه کابل کې د پاکستان له سفارت او کندهار کې د دغه هېواد له کونسلګرۍ څخه ترلاسه کړي دي.
ټاډ د لنډمهالي تګ – راتګ هغه سند دی، چې د افغانستان او پاکستان موټر چلوونکو ته اجازه ورکوي، څو د شپږو میاشتو لپاره له وېزې پرته د دواړو هېوادونو ترمنځ تګ – راتګ وکړي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټاد سند د ۲۰۲۴ کال د مې له لومړۍ نېټې وروسته د کابل او اسلام آباد ترمنځ د صادراتو او وارداتو د اسانتیاو په موخه پلی شو.ـ
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/