ګهیځ: د برېښنا شرکت وايي، تاجکستان به افغانستان ته د نوي میلادي کال تر پایه په یو ساعت کې ۱.۵ میلیارده کیلو واټه برېښنا ورکوي، چې دوی به یې په بدل کې ۶۹ میلیونه ډالر ورکړي.
د شرکت د معلوماتو له مخې، په دغې موده کې د ۱۰۰ میلیونه ډالرو په بدل کې له ازبکستانه هم په یو ساعت کې ۲ میلیارده برېښنا واردوي.
شرکت وايي په افغانستان کې یې د دغو هېوادونو د شته ګډو پروژو پر سر هم خبرې کړي او هېله مندي ښيي چې مثبت خبرونه به ترې ولري.
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / برښنا شرکت: له تاجکستان او ازبکستان سره ټول ټال د ۳.۵ میلیارده کیلو واټه برېښنا تړونونه شوي