معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / اقتصاد وزارت د چین او پاکستان اقتصادي دهلېز سره د افغانستان وصلېدل مهم ګڼي

اقتصاد وزارت د چین او پاکستان اقتصادي دهلېز سره د افغانستان وصلېدل مهم ګڼي

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۱۹ نېټه):
د راپورونو له مخې د اقتصاد وزارت ويلي، په سپېک اقتصادي دهلېز کې د افغانستان ګډون د هېواد د اقتصادي پراختیا لپاره ډېر مهم دی.
اقتصاد وزارت له چین او پاکستانه غوښتي، چې په بنیادي پروژو، په تېره بیا د چین او پاکستان د اقتصادي دهلېز په پروژه کې افغانستان ته هم ونډه ورکړي.
د دغه وزارت مسلکي معین ويلي، د اقتصادي ودې او سیمه ییز اتصال لپاره د چین او پاکستان له اقتصادي دهلېز سره د افغانستان وصلېدل مهم دي.
بل لور یو شمېر سوداګر پر دې باور دي، چې د افغانستان او چین ترمنځ د راکړې_ورکړې د زیاتېدو لپاره افغانستان باید له اقتصادي دهلېز سره وصل شي. د دوی په وینا سوداګر له دې لارې خپل د اړتیا وړ توکي صادرولی شي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې بیا راغلي، چې چین او پاکستان غواړي د چین، پاکستان د اقتصادي دهلېز یا سپېک په پروژه کې د افغانستان په شاملولو سره افغانستان ته پراختیايي مرستې زیاتې کړي.

ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس