ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې یوه پلاوی د ۱۳۹۷/۹/۲۱ مه نیټه کندوز ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د شهید منهاج الدین ګهیځ په ټاټوبی کې د نوموړی شهید د کورنۍ له ځینو غړو سره وکتل او همدارنګه د نوموړی شهید مقبرې ته په ورتلو سره یې د رسنیو او بیان د آزادۍ د دغه شهید روح ته دعا وکړه.
یاد پلاوی چې پکې د ګهیځ لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې مشر استاد سردار محمد دیندار خیل، د ګهیځ ټولنې پخوانی مشر او د اجرایی کمیسیون غړی استاد عبدالظاهر حمیدی او د ټولنې د اړیکو مسؤول محترم احمد ضیاء رحیمزی ګډون درلود، د کندوز ولایت د خان آباد په ولسوالۍ کې د شهید منهاج الدین ګهیځ د کورنۍ له ځینو غړیو سره په کتنه کې، دوی ته ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنه ور و پېژندله، او په ترڅ کې یې د نوموړی شهید د ژوند او مبارزې په اړه له دوی څخه لا زیات معلومات تر لاسه کړل.
همدا راز د دې سفر په ترڅ کې د ګهیځ ټولنې د پلاوی غړی د کندوز د خان آباد ولسوالۍ په چهار آسیاب کلی کې د شهید منهاج الدین ګهیځ مقبرې ته ولاړل او هلته یې د نوموړی شهید روح ته دعا وکړه.
د یادونې وړ ده چې شهید منهاج الدین ګهیځ د مرحوم قاضی برهان الدین زوی، چې په ۱۳۰۰ لمریز کال کې د کندوز د خان آباد ولسوالۍ په یوه روڼ اندې کورنۍ کې زېږدلی و چې ژوند یې په مبارزه او رسنیز فعالیت سره لا نور هم سپیڅلی کړ. نوموړی د ۱۳۴۷ لمریز کال په دلوې میاشت کې د “ګهیځ” په نامه یوه اونېزه جریده پیل کړه چی وروسته بیا په ۱۳۵۱ لمریز کال کې د کابل په ګذر ګاه سیمه کې په خپل هستوګنځی کې د څو تنو نا پېژانده کسانو له خوا په شهادت ورسید او په خپل پلرنی ټاټوبې کې خښ کړای شو.
گهیځ