کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب ۱۰ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند د یو ټویټ په کولو سره ویلي، چې د یاد وزارت سرپرست وزیر ترکمنستان ته د خپل سفر په وروستۍ ورځ د دغه هېواد له ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف سره لیدلي دي.
د خبر پر بنسټ، سرپرست وزیر دې لیدنه کې په افغانستان کې د امنیت او پانګونې او ټرانزیټ فرصتونو په اړه مالومات ورکړي دي.
د ترکمنستان ولسمشر ویلي، چې هېواد یې افغانستان ته د ګازو او برېښنا لېږد ته ځانګړی پام لري او ژمنه یې کړې، چې له افغانستان سره به د سوداګرۍ برخه کې اسانتیاوې رامنځته کوي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/