کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۱۶مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې زرګونو اسراییلي لاریون کوونکو د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د هغې اقدام پرضد لارو – کوڅو ته راوتلي وو، چې په غزه کې یې نسل وژنه پیل کړې ده.
دوی د حکومت له مسوولینو وغوښتل، چې په غزه کې له حماس سره اوربند ومني.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، تېره ورځ په تلابیب کې په داسې حال کې زرګونو خلکو لاریون وکړ، چې د حماس ډلې مشران په قاهره کې له مصري او قطري منځګړو سره په خبرو بوخت وو.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/