معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د هېواد په شپږو زونونو کې د صادراتو د پروسېس مرکزونه جوړیږي

د هېواد په شپږو زونونو کې د صادراتو د پروسېس مرکزونه جوړیږي

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۲۱ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال نن د صادراتو ملي ورځې لمانځلو غونډې ته ویلي، چې د حکومت د امیر د حکم پر اساس د هېواد په شپږو زونونو کې د صادراتو پروسېس لپاره مرکزونه جوړیږي.

اخند زیاته کړې، د دغو مرکزونو لپاره یې سل جرېبه ځمکه په پام کې نیولې او د ځمکې د انتقال پروسه یې هم پیل شوې ده.

اقتصادي مرستیال ټولو صادروونکو ته ډاډ ورکړی، چې د صادراتو کچه به نوره هم لوړه شي، خو له ټولو صادروونکو شرکتونو یې بیا غوښتي، چې خپل صادرات دې په نړیوال معیار برابر او د پالیسۍ له مخې دې پاخه مواد صادر کړي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس