کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۳۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې افغانستان ته د پاکستان د بورې صادراتو کې تر ۱۵ برابره زیاتوالی راغلی.
د خبر پر بنسټ د ۲۰۲۴ کال له جولای تر اکتوبر میاشتې له پاکستانه، افغانستان ته د ۹۱ میلیونه ډالرو په ارزښت بوره صادره شوې، خو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي د روان زېږدیز کال له جنورۍ تر اکټوبر میاشتې له پاکستانه افغانستان ته د ۴۴ میلیون ډالرو په ارزښت بوره وارده شوې ده.
د دغه وزارت په وینا، په همدې موده کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ۹۳۸ میلیونه ډالره سوداګریزه راکړه – ورکړه شوې، چې له دې منځه ۶۳۷ میلیون ډالر یې صادرات او پاتې یې واردات دي.
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه وایي، هغه محدودیتونه چې د پاکستان له لوري له افغانستان سره پر سوداګرۍ لګول کیږي، تل د صادراتو او وارداتو پر بهیر ناوړه اغېز کړی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/