معماری

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۲۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ټولګټو وزارت مسوولینو ویلي، چې د سالنګ لویه لاره د روان لمریز کال د مرغومې “جدي” تر څلورمې نېټې پورې د لویو مسافر وړونکو موټرو پرمخ تړل شوې.

د دوی په وینا، دغه ګام په وروستیو څو ورځو کې د شدیدې واورې اورښت او ورسره مل توپان او د دې سربېره د کنګل له کبله د فرعې لارې د ظرفیت د کموالي له کبله اخیستل شوی.

دوی دغه راز ویلي، کوچني مسافر وړونکي موټر د دې مسیر له فرعي لارې تګ – راتګ کولی شي او د سالنګ عمومي لویه لاره به د مرغومې په ۴مه نېټه بېرته پرانیستل شي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس