معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / خوست کې د یوې کورنۍ قتل عام پېښې په تور دوه کسان ونیول شول

خوست کې د یوې کورنۍ قتل عام پېښې په تور دوه کسان ونیول شول

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د خوست ولایت مقام ویاند مستغفر ګربز خبر ورکړی، چې د علیشېرو ولسوالۍ بوږنوونکې پېښې په تړاو یې دوه تورن کسان نیولي دي.

نوموړي پر اېکس پاڼې لیکلي، د امنیتي ځواکونو له لوري سهار هغه دوه تنه نیول شوي، چې تر ډېره پرې د دغې پېښې د ترسره کېدو شک کیږي.

مستغفر ګربز همداراز زیاته کړې، چې له یادو کسانو څېړنې روانې دي او وروسته به عدلیي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

د یادونې وړ ده، چې تېره شپه خوست علیشېرو ولسوالۍ کې نامعلومو وسلوالو د یوې کورنۍ لس کسان چې تر ډېره ښځې او ماشومان دي، وژلي دي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس