کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې CNN امریکایي ټلوېزیون ویلي، چې کنتاکي، ویرجینیا او تنسي ایالتونو کې سختو سېلابونو ویجاړۍ را منځته کړي او ژغورونکي هڅه کوي چې په سېلابونو کې بند پاتې خلک له مړینې وژغوري.
سرچینه وايي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې ژغورونکو ۱۰۰۰ ژغورنې ترسره کړي دي.
د دوی په وینا، له یادو ایالتونو داسې انځورونه ترلاسه شوي چې ګڼ کورونه، موټر او ونې سېلابونو کې غرق ښکاري.
دې خبري شبکې په کنتاکي ایالت کې د سرچینو په حواله ویلي، ممکن په دغه ایالت کې د وژنې ګراف لوړ شي.
امریکايي چارواکو خبرداری ورکړی چې ممکن مرګ – ژوبله زیاته شي او له خلکو یې غوښتي چې امن سیمو ته ځانونه وباسي.
دا په تېرو څو اونیو کې دا څویم طبیعي افت دی، چې د مرګ – ژوبلې ترڅنګ امریکایانو ته درانه مالي زیانونه اړوي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/