معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د پروان والي ویاند سالنګ کې د ۶۳ تنو د مړو خبر رد کړ

د پروان والي ویاند سالنګ کې د ۶۳ تنو د مړو خبر رد کړ

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/ليندۍ ۲۷):
وړاندې تر دې یو شمېر رسنیو د خپلو سرچینو پر مټ خبر ورکړی و چې ګوندې د سالنګ په پېښه کې د مړو شویو کسانو شمېر ۶۳ ته رسېدلی.
د پروان د والي ویاند سید حکمت الله شمیم زیاته کړې چې ۲۴ تنه په جنوبي سالنګ او اته کسه په شمالي سالنګ کې ژوبل شوي دي.
د ده په خبره مړو شویو کې اووه تنه په شمالي سالنګ او ۱۲ نور په جنوبي سالنګ کې شامل دي.
د ده په خبره دغه وروستي ارقام نه دي، چې شاید بدلون ومومي.
دغه راز نوموړي په یاده سیمه کې د چاودنې اوازې هم رد کړې او یادونه یې وکړه چې دغه سیمه کې د سکرو یو موټر اور اخیستی وو چې په خبره یې مسوولین هڅه کوي هر څه ژر یاده لاره د تګ_راتګ پر مخ خلاصه کړي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس