کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۹ نېټه):
د راپورونو له مخې دغه ولایت کې د پېښو پر وړاندی د چمتوالی ریاست په همغږۍ د طبعی پېښو له امله ۲۳ زیانمنو شویو کورنیو سره د خوراکی موادو مرسته وشوه.
یادې کورنۍ چې له دې ریاست سره په همغږۍ د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) له لوری یې سروې ترسره شوې وه، ۲۳ کورنیو ته د لومړی قسط مرسته ووېشل شوه، چې اته کورنۍ د جلال آباد ښار، څلور کورنۍ د کوز کنړ ولسوالۍ، درې د بټی کوټ، څلور د غنی خېلو او څلور نورې د بهسودو ولسوالی اړوند کورنۍ وې، چې هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو ګرامه اوړه، ۱۰ لیتره غوړی، ۱۲.۵ کیلو ګرامه دال، ۱ کیلو ګرام مالګه او د بېسکټو مرسته ووېشل شوه.
د مرستو ترلاسه کوونکو له دغو مرستو څخه مننه کړې او د خپلو لومړنیو ژوند چارو د رغون لپاره یې د ورته نورو مرستو هیله کړې.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.