کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۹ نېټه):
په پکتیکا کې د افغانی سرې میاشتې ټولنه وایی، د دغه ولایت په جانی خېلو ولسوالۍ کې د ناروې د کډوالو شورا له لوری د ۳.۵ میلیونه افغانیو په لګښت یو روغتیایی مرکز جوړ شو.
په یاد ولایت کې د افغانی سرې میاشتې ټولنې رییس زیاته کړې، چې دغه روغتیایی مرکز د جانی خېلو ولسوالۍ اړوند د زیارت په نوم یوه لرې سیمه کې جوړ شوی، چې ۳.۵ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی او د ناروې د کډوالو شورا له لوری ورکړل شوى دى.
هغه زیاته کړه، په دغه فرعی روغتیایی مرکز کې یو ډاکټر، یوه قابله او یو واکسیناتور کار کوی، چې د یاد کلی ۶ زره اوسېدونکو ته به لومړنی روغتیایی خدمات وړاندې کوی.
بل لور ته د پکتیکا د عامې روغتیا ریاست وایی، په دغه ولایت کې د زیارت کلی په څېر سیمو کې د روغتیایی خدماتو نشتوالی ستونزې په کمېدو دی او ډېر ژر به په کې ۳۰ نور فرعی روغتیایی مرکزونه هم فعال شی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ