۱۴۰۱ کال کې شاوخوا سل بهرنی پانګوال افغانستان ته راغلی

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۹ نېټه):
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایی، چې په ۱۴۰۱ کال کې لږ تر لږه سل بهرنی پانګوال د پانګونې په هدف افغانستان ته راغلی دی.
د دغه وزارت په خبره دغو خارجی پانګوالو په افغانستان کې د کرنې او کانونو په برخو کې د پانګونې وضعیت څېړلی دی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال قدرت الله جمال ویلی، د لومړی ځل لپاره د کابل په هوایی ډګر کې د “خدمت میز” جوړ شو چې له لارې به یې د ویزې او نور اړین خدمات وړاندې کیږی.
د دوی په خبره تېر کال له همدې لارې شاوخوا سل بهرنی پانګوالو ویزې ترلاسه کړې دی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ویلی، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت غواړی د صادراتو د معیاری کولو او زیاتوالی په موخه د کابل په ګډون د هېواد په پنځو زونونو کې د صادراتو د پروسس مرکزونه جوړ کړی.
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د شمېرو پر بنسټ، افغانستان اوس په ۵۰ سکتورونو کې پر ځان بسیایتوب ته رسېدلی او د افغانستان صادرات ۲ میلیارده ډالرو ته رسېدلی چې د ۱۴۰۰ ام زېږدیز کال په پرتله ۱۳۵ سلنه زیاتوالی ښیی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.