کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۹ نېټه):
د راپورونو له مخې هېواد کې د خوړو او درملو ملی ادارې خبر ورکړی، چې دغه اداره غواړی د هېواد په څلورو زونونو کې د خوراکی توکو او درملو د کېفیت د کنټرول په موخه لابراتوارونه جوړ کړی.
دغې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی، په پام کې لری چې کندهار، هرات، بلخ او ننګرهار ولایتونو کې د زونونو په کچه د خوراکی توکو او درملو په نړیوال سټنډرډ سره د کېفیت د کنټرول ستر لابراتوارونه جوړ کړی.
په دغو لابراتوارونو کې به د کېفیت تضمین، فزیکی او کیمیاوی آزموینې، څېړنې او پراختیا، د طبی وسایلو څېړنه او د درملو معاینه شامل وی.
دا لومړی ځل دی، چې په هېواد کې د دومره لویو او معیاری لابراتوارونو د جوړولو پرېکړه کیږی، چې دغه لابراتوارونه به د بې کېفیته، ناقانونه او ناخوندی درملو او خوراکی توکو د پلور، پېر، تولید او واردولو مخنیوی کوی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ