کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۹ نېټه):
د راپورونو له مخې د تورخم ښاروالۍ د اصنافو هغو دوکانونو لپاره چې د ښاروالۍ له قوانینو سرغړونه کوی، درې ټیمونه جوړ کړی چې دغو ټیمونو د تورخم ښارګوټی څخه تر اته ویشتم بازار پورې د اصنافو هغه دوکانونو چې د ښاروالۍ له قوانینو سرغړونه کوی، مهر لاک کړی دی.
د خبر له مخې دغو ټیمونو یاده سیمه کې ۳ ټنه تاریخ تیره توکی هم راټول کړی دی.
د تورخم ښاروال حاجی بورجان شبیر په وینا نوموړی ټیمونه به تر هغه وخته کار ته دوام ورکړی، تر څو چې د تورخم ښاروالۍ اصنافو ټول قوانین تطبیق کړی او پلی کړی نه وی.
د سرچینې په وینا د سرغړوونکو اصنافو هټۍ به د قانونی مراحلو تر طی کولو پورې مهرلاک وی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ