کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۹ نېټه):
د راپورونو له مخې د کندهار د ګمرک رییس ویلی، چې په دغه ولایت کې له ۱۴ میلیاردو افغانیو زیات عواید راټول شوی دی.
د دغه ګمرک د مشر په خبره، د ۱۴۰۰ کال په پرتله په ۱۴۰۱ کال کې راټول شوی عواید ۱۶ سلنه زیاتوالی ښیی.
د کندهار ګمرک د مشرتابه په خبره، ۱۴۰۱ کال کې یې کلنی عاید ۱۴ میلیارده او ۲۳ میلیونه افغانیو ته رسېدلی دی.
بل خوا د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړو ویلی، چې که اسانتیاوې ورته برابرې شی، ډېری سوداګر به خپل فعالیتونه بېرته پیل کړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ