د امریکا دفاع وزیر وایی، له افغانستانه د پوځیانو په وېستلو پښېمانه نۀ دی

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۱۰ نېټه):
د امریکایی رسنیو د خبر له مخې د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټن د چهارشنبې په ورځ په کانګرېس کې ویلی، چې له افغانستانه د امریکایی ځواکونو په وېستلو باندې دوی پښیمانه نه دی.
د یادو رسنیو د خبر له مخې هغه زیاته کړې، چې له افغانستانه د ځواکونو د ګډوډۍ د وتلو په اړه د دوی له کوم چارواکی څخه کومه پوښتنه نه ده شوې او نه هم په دې اړه تر اوسه کوم غبرګون ښودل شوی دی.
وړاندې تر دې د امریکا کانګرېس له لوړ پوړو امریکایی چارواکو څخه له افغانستانه د وتلو په اړه د یو شمېر اسنادو غوښتنه کړې وه.
یو شمېر افغان جمهوری پال او نړۍ کې له اوسنی سرپرست افغان حکومت سره مخالفت کوونکی خلکو دې وروستیو کې یو وار بیا له افغانستانه د ناټو ځواکونو په نا مسوولانه وتلو نیوکې زیاتې کړی دی
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.