د نورستان د روغتیایی مرکزونو لپاره ۱۶ قابله ګانې روزل شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۱۰ نېټه):
د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټې په نورستان ولایت کې د مشفی او ملیل روغتیایی مرکز لپاره نوې ودانۍ جوړه او په ورته مهال کې یې د قابله ګۍ له ښوونځی څخه ۱۶ نجونو د فراغت مراسم تر سره کړل.
د دې بنسټیز روغتیایی مرکز د ودانۍ چارې په لویدیځ نورګرام ولسوالۍ کې د اوو میاشتو په موده کې د آبادې پروژې تر چتر لاندې د ۲۱ میلیونه افغانۍ په مالی لګښت د ملګرو ملتونو پرمختیایی پروګرام له لوری ترسره شول.
له یاد روغتیایی مرکز څخه به له ۳۰ زرو پورته وګړی چې نیمه برخه یې ښځې او نجونې دی، ګټه پورته کړی.
دغه ډول به دا فارغې قابله ګانې په کامدېش، پارون، وایګل، دواب، واما او منډول ولسوالیو کې خلکو ته روغتیایی استانتیاوې برابرې کړی.
د قابله ګۍ دا ښوونځی د کورنۍ روغتیا ځالې پروژې تر چتر لاندې د ۲۶ میاشتو په موده کې د UNFPA په مالی مرسته بشپړ شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.