ننګرهار کې د صفوفو د تصفیې کمېسیون په کار پیل وکړ

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۱۱نېټه):
د ننګرهار امنیې قومندانۍ مطبوعاتی مسوولینو ویلی، چې دغه ولایت کې د تصفیې کمېسیون په ټولو قطعاتو کې تصفیې چارې پیل کړې.
دغو مسوولینو زیاته کړې، چې د دغې کمېسیون مشری د ننګرهار ولایت د امنیې قومندانۍ د امنیتی چارو مرستیال مولوی محمد طاهر مبارز کوی.
د سرچینې په وینا د دغه کمېسیون مسوولیت او دنده به دا وی، څو د ټولو اورګانونو له صفوفو هغه کسان وباسی، چې مخکنۍ جرمی سابقه ولری او یا هم دمګړۍ په جرایمو کې ښکېل وی.
دغه کمېسیون به خپلې لومړنۍ چارې د جلال آباد ښار لومړۍ امنیتی حوزې څخه پیل کړی، چې په ترتیب سره به د جلال آباد ښار نهو امنیتی حوزو ته وغځول شی.
دغه کمېسیون به د جرمی سابقې درلودلو او دمګړۍ په جرمونو د ښکېلو کسانو ترڅنګ هغه کسان هم له صفوفو وباسی، چې کوم مهارت او وړتیا ونه لری، خو د خپلوۍ یا نورو اړیکو پر اساس صفونو ته داخل شوی وی.
د امنیې قومندانۍ مطبوعاتی مسوولینو ویلی، چې دغه کمېسیون د لوړ صلاحیت سره دغې ولایت کې خپلې چارې پیل کړې.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.