زابل کې چاودیدونکو توکو د چاودنې له امله یو تن مړ او درې تنه ژوبل شول

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۱۱نېټه):
د راپورونو له مخې د زابل ولایت د سره غره د سرخوګانو په سیمه کې د کوچیانو پر یو تراکتور باندی پخوانی ماین چاودنه کړې، چې له امله یې د ماشومانو په ګډون څلورو تنو ته مرګ_ژوبله اوښتې.
د زابل د امنیه قومندانی ویاند رسنیو ته ویلی، پېښه نن مازیګر مهال رامنځته شوې، چې له امله یې یو تن وژل شوی او درې تنه ماشومان په کې ژوبل دی.
د ده په خبره ژوبل شوی ماشومان د شاجوی ولسوالۍ روغتیایی مر کز ته لېږدول شوی، چې په همدې مرکز کې تر تداوې لاندې دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.