کندهار کې د بی بی ګوهر سربو او جستو کان د استخراج چارې پیل شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۱۲ نېټه):
د راپورونو له مخې د کندهار په خاکریز ولسوالۍ کی د بی بی ګوهر په نوم د سربو او جستو کان د بلال بصیر په نوم یو خصوصی شرکت ته وسپارل شو.
د کانونو او پترولیم رییس مولوی عبدالحنان ویلی، چې یاد کان د سرپرست افغان حکومت د امیر په امر او د کانونو او پټرولیم وزارت د لارښوونې په اساس یاد شرکت ته د استخراج په هدف وسپارل شو.
د کندهار د کانونو او پترولیم رییس زیاته کړې، چې په خاکریز ولسوالۍ کی د سربو او جستو د کان په بدل کی به بلال بصیر شرکت د روزګان د دهراود ولسوالۍ او کندهار خاکریز ولسوالۍ تر منځ ۱۷۰ کیلو متره غځېدلی سړک په اساسی ډول جوړوی، چې شاوخوا ۵۰ میلیونه امریکایی ډالر لګښت ورباندی راځی.
د کندهار په خاکرېز ولسوالۍ کې د سربو او جستو کان د استخراج چارې پیل شوی.
د کندهار د کانونو ریس عبدالحنان حامد د دغه کان د استخراج د پیل پر مهال وویل د دغه کان په بدل کې به قراردادی شرکت له کندهار څخه د اروزگان تر دهراوود ولسوالۍ سړک او بیا له دهراوود تر چهارچینو پورې ۲۵۰ کیلومتره سړک په پاخه او اساسی ډول جوړوی.
هېره دې نۀ وی چې په دغه کان کې له ۱۵ تر ۱۷ سلنې پورې ونډه هم سرپرست افغان حکومت ته ورکول کیږی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.