المان په لنډمهالی ډول د افغانانو د منلو پروسه درولې کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۱۲ نېټه): د بهرنیو رسنیو د خبر له مخې د المان د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بایربوک اعلان کړی، چې د زیانمنونکو افغانانو د پناه غوښتنې غوښتنلیکونو د ترلاسه کولو بهیر درول شوی دی. دغو رسنیو د نوموړې له قوله خبر ورکړی، چې دا موضوع لنډمهالې ده او هېواد یې د دغه سیستم څخه د ناوړه ګټې اخیستنې له امله دا پرېکړه په موقت ډول کړې ده. که څه هم دې د ناوړې استفادې د څرنګوالی په اړه څه نه‌ دی ویلی، خو زیاته کړې یې ده چې دا پرېکړه یې د تېرې چهارشنبې په ورځ کړې او د پاکستان او ایران په سفارتونو کې به پلی کیږی. د بهرنیو چارو وزیرې دا هم ویلی، چې په راتلونکو ورځو کې به دوی زیانمنو افغانانو ته، امنیتی پوښتنپاڼې توزیح کړی، څو د ناوړې ګتې اخیستنې مخنیوی وشی. د آلمان د بهرنیو چارو وزارت وایی، چې د اوسنی سرپرست افغان حکومت له بیا واکمنېدو وروسته د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې راهیسې یې ۲۸ زره ۶ سوه تنه افغانانو ته پناه ورکړې ده. ـــــــــــــــــــــــ د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️ Tel: https://t.me/+Vy۹GsPl۹۰MY۳NjVl twitter: https://twitter.com/GaheezAgency Web: https://www.gaheez.af/ FB page: https://www.facebook.com/Gaheez-News-۱۰۵۰۷۹۸۰۵۷۴۴۱۶۴/

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۱۲ نېټه):
د بهرنیو رسنیو د خبر له مخې د المان د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بایربوک اعلان کړی، چې د زیانمنونکو افغانانو د پناه غوښتنې غوښتنلیکونو د ترلاسه کولو بهیر درول شوی دی.
دغو رسنیو د نوموړې له قوله خبر ورکړی، چې دا موضوع لنډمهالې ده او هېواد یې د دغه سیستم څخه د ناوړه ګټې اخیستنې له امله دا پرېکړه په موقت ډول کړې ده.
که څه هم دې د ناوړې استفادې د څرنګوالی په اړه څه نه‌ دی ویلی، خو زیاته کړې یې ده چې دا پرېکړه یې د تېرې چهارشنبې په ورځ کړې او د پاکستان او ایران په سفارتونو کې به پلی کیږی.
د بهرنیو چارو وزیرې دا هم ویلی، چې په راتلونکو ورځو کې به دوی زیانمنو افغانانو ته، امنیتی پوښتنپاڼې توزیح کړی، څو د ناوړې ګتې اخیستنې مخنیوی وشی.
د آلمان د بهرنیو چارو وزارت وایی، چې د اوسنی سرپرست افغان حکومت له بیا واکمنېدو وروسته د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې راهیسې یې ۲۸ زره ۶ سوه تنه افغانانو ته پناه ورکړې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.