کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۱۲ نېټه):
د راپورونو له مخې د سرپرست افغان حکومت د امیر له فرمان سره سم د نورستان د ولایت په لارښوونه د دغه ولایت په غربی درې دواب ولسوالۍ په ساحو کې د کوکنارو اړولو په دوام یو شمېر کروندو کې کرل شوی کوکنار واړول شول.
د مسوولینو پر خبره یاد کمپاین به تر هغې دوام وکړی، چې د دغې ولسوالۍ په ټولو لرې پرتو سیمو کې د کوکنارو کښت صفر شی.
له دې وړاندې هم ولایتی ادارې د دې ولایت د نورګرام او منډول ولسوالۍ ځینې سیمې د کوکنارو له کښت څخه پاکې اعلان کړې وې، چې اوس د دوی په وینا پاتې ساحو کې هم د حکومت له خوا لوری کمپاین دوام لری.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ