کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۱۲ نېټه):
د راپورونو له مخې ننګرهار ولایت کې د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست په همغږۍ د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) په مالي مرسته د (WHH) مؤسسې په همکارۍ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.
دغه مرسته د یادې ولسوالۍ په ۳ زره ۶۷۳ کورنیو باندې چې اړمن وو، د درېیم ځل لپاره ورکړل شوه.
یادو مرستو کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۴.۵ کیلو غوړي، ۵.۵ کیلو دال ووېشل شول.
تر دې وړاندې هم د خوړو نړیوال پروګرام په مالي لګښت او د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست په همکارۍ د ننګرهار په یو شمېر نورو ولسوالیو کې هم د اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوې وه.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/