کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۱۲ نېټه):
د راپورونو له مخې جوزجان او زابل ولایتونو کې د ناچاودو توکو له امله درې تنو ژوند بایللی او اووه نور ژوبل دی.
د جوزجان ولایت د امنیه قومندانۍ ویلی، تېره ورځ د یاد ولایت په قوش تېپې ولسوالۍ کې د لاسی بم د چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوی او څلور نور ټپیان دی.
په ورته وخت کې د زابل د امنیې قومندانۍ ویاند هم ویلی، چې په دغه ولایت کې د پخوانیو ناچاودو توکو د چاودنې له امله یو کس وژل شوی او درې نور ټپیان دی.
د هغه په خبره، پېښه د سره غره د سرخوګانو په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې، کله چې د کوچیانو تراکتور پر خښ شوی ماین ور برابر شو.
دې وروستیو کې د ناچاودو توکو د چاودنې له امله ملکی مرګ_ژوبلې کچه لوړه شوې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ