معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ننګرهار ګمرک ریاست تېر ۱۴۰۱ کال کې څه باندې ۲۰ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي

د ننګرهار ګمرک ریاست تېر ۱۴۰۱ کال کې څه باندې ۲۰ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۱۲ نېټه):
د دغه ولایت د ګمرک ریاست مطبوعاتي مسوولینو ویلي، چې تېر ۱۴۰۱ لمریز کال یې د ریاست د مشرتابه او د وزارت د هدایاتو او اصولو د بشپړ تطبیق، د فساد او د عوایدو د قاچاق او فرار مخنیوي، اداري اصلاحاتو، د کاري روڼ چاپېریال رامنځته کولو، غورې هماهنګۍ، سوداګرو ته د چټکو او رڼو خدمتونو وړاندې کولو ترڅنګ د کاري طرزالعملونو د ښه تطبیق او د دې ادارې د مشرتابه او کارمندانو د نه ستړې کېدونکو هلو ځلو په پایله کې څه باندې شل میلیارده افغانۍ (۲۰،۰۷۶،۳۵۱،۶۳۸) عواید راټول کړي دي.
د خبر له مخې د ګمرک ریاست مسوولینو بیا ۱۴۰۰ لمریز کال کې د دې ریاست د عوایدو کچه څه باندې یوولس میلیاره (۱۱،۱۸۸،۱۴۶،۲۸۴) افغانۍ ښودلې وه، چې اوس د وړم کال د عوایدو د کچې په پرتله ۷۹ سلنه زیاتوالی ښایي.
د ګمرک د مسوولینو په وینا د عوایدو دغه لوړه کچه د هېواد د ګمرکونو په تاریخ کې کمساری دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس