د تصفیې کمېسیون د ننګرهار امنیې قومندانۍ داخل کې هم تصفیه پیل کړه

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۱۲ نېټه):
د ننګرهار امنیې قومندانۍ مطبوعاتی مسوولینو ویلی، چې په ننګرهار ولایت کې د صفوفو د تصفیې کمېسیون د دغه ولایت امنیې قومندانۍ په داخل کې هم د تصفیې چارې پیل کړې.
د ننګرهار امنیه قومندانۍ ویاند حافظ عبدالبصیر زابلی زیاته کړې، چې د تصفیې کمېسیون خپلې چارې په ټولو قطعاتو کې پیل کړی، چی په دوهم قدم کې یاد کمېسیون د ننګرهار ولایت امنیې قومندانۍ دننه هم د صفوفو تصفیه شروع کړه.
د ده په خبره، د تصفیې د کمېسیون مشر د قومندانۍ په داخل کې د ټولو مدیریتو او آمریتو مسوولینو ته سپارښتنه کړې، چې خپلو ادارو کې په جرمونو ښکېل او یا د جرمونو د کولو هڅه کوونکی ټول کسان د دولتی ادارو څخه منفک کړی.
د تصفیې کمېسیون د مشر په وینا د دغه کمېسیون مسوولیت او دنده ده، چې د ټولو اورګانونو له صفوفو څخه هغه کسان وباسی، چې مخکې جرمی سابقه ولری او یا هم اوس په جرایمو کې ښکیل وی.
د تصفیې یاد کمېسیون خپلې چارې له لومړۍ امنیتی حوزې څخه پیل کړی، چې په ترتیب سره به د ننګرهار ولایت د استخباراتو ریاست، لېوا او د جلال آباد ښار نهه امنیتی حوزې تصفیه کړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.