تېر ۱۴۰۱ لمریز کال هېواد کې نیم میلیون ټوکه پاسپورټونه وېشل شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۱۳ نېټه):
سره له دې چې یو شمېر افغانان د پاسپورټونو پر پڅ بهیر نیوکه کوی، د پاسپورټ ریاست وایی، په تېر ۱۴۰۱ لمریز کال کې یې ټول هېواد کې ۱۵ زره د پاسه ۵ لکه پاسپورټونه وېشل شوی دی.
د پاسپورټ عمومی ریاست مطبوعاتی مسوولینو ویلی، چې د پاسپورټ د وېش بهیر په عادی ډول جریان لری او هره ورځ ټول هېواد کې نږدې لس زره پاسپورټونه وېشل کیږی.
دوی ټینګار کوی، چې د پاسپورټونو د وېش لړۍ په شفاف ډول روانه ده.
د پاسپورټ عمومی ریاست ویاند زیاتوی، چې تېر کال په اوږدو کې یې څه باندې ۲ سوه کمېشنکاران، جعلکاران او فساد کوونکی نیولی او اوس هم هغه کسان چې په دې برخه کې جعلکاری یا کمېشنکاری کوی، تر تعقیب لاندې دی او نیول کیږی.
د پاسپورټ عمومی ریاست د اطلاعاتو پر بنسټ، په تېر کال کې د دغو پاسپورټونو د وېش له درکه څه باندې ۵ میلیارده افغانۍ عواید هم راټول شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.