پکتیکا کې د پاسپورټ امریت تېر کال څه کم ۷ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۱۳ نېټه):
د پکتیکا ولایت د امنیې قومندانۍ رسنیز دفتر یوې خبر پاڼې کې ویلی، چې د پاسپورټ امریت په تېر ۱۴۰۱ لمریز کال (۶۹۵۵۲۵۰) شپږ میلیونه ۹ لکه ۵۵ زره ۲۵۰ افغانۍ عواید ترلاسه کړی دی.
دوی زیاته کړې، چې تېر کال د پاسپورټونو د وېش لړۍ بنده وه، خو بیا هم د عاجلو ناروغانو او هغه کسانو لپاره چې ویزا او اقامه یې لرله، ۹۸۸ جلده پاسپورټونه وېشلی او یاده اندازه عاید یې د دولت بودیجې ته جمع کړې دی.
د دغه ولایت د پاسپورټ ریاست په خبره، هېوادوال کولای شی چې په روان ۱۴۰۲ لمریز کال کې په عادی او انلاین ډول د ثبت نام پروسه پر مخ یوسی.
هېره دې نه وی، چې د پکتیکا د پاسپورټ مدیریت کې هره ورځ ۸۰ تنه په آنلاین او پنځه تنه په افلاین ډول نوم لیکنه کولی شی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.