معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کونړ کې د ګېس ډبې د چاودنې له امله یوه مور او دوه کوچنیان شدید ټپیان شول

کونړ کې د ګېس ډبې د چاودنې له امله یوه مور او دوه کوچنیان شدید ټپیان شول

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۱۳ نېټه):
د راپورونو له مخې د کونړ په وټه پور ولسوالۍ کې د ګېس ډبې د چاودنې له امله یوه میرمن او د نوموړې دوه کوچنیان ټپیان شوي دي.
د مسوولینو په وینا پېښه نن له غرمي وروسته په شامیرکوټ کلي کې د ګاز ډبې دچاودېدو له امله رامنځته شوې، د دغو کسانو د ژوبلېدو سربېره کورنۍ ته مالي زیان هم اوښتی دی.
مسوولینو زیاته کړې، چې ګاز ډبې تر چاودېدو وروسته په کور کې اور لګېدنه هم رامنځته شوې وه.
هېواد کې د ګېس ډبو د چاودنې او ګازو نیونې له امله تېر کال لوړه مرګ_ژوبله ثبت شوې وه
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس