معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د افغانستان ۱۹ کلنې لوبډلې سریلانکا څخه د یو ورځنیو لوبو لوبلړۍ وګټله

د افغانستان ۱۹ کلنې لوبډلې سریلانکا څخه د یو ورځنیو لوبو لوبلړۍ وګټله

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۱۴ نېټه):
د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلې سریلانکا ته په دوو یو ورځنیو لوبو کې د ماتې ورکولو سره لوبلړۍ دوه په صفر په خپلې ګټې پای ته ورسوله.
دا لوبې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شوې. د افغانستان او سریلانکا تر ۱۹کلنو د کم عمر لرونکو ملي لوبډلو تر منځ د دوو یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ دوهمې لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. د سریلانکا لوبډلې د لوبې په ۳۷م اور کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او د ۱۶۲ منډو هدف یې وټاکه.
دافغانستان کرکټ بورډ وایي، د افغان لوبغاړو په توپ اچونه کې فریدون داودزي او کامران هوتک هر یوه ۳، یما عرب ۲، خلیل احمد او محمد هارون خان هر یوه یو-یو لوبغاړی د لوبې له ډګره بهر کړل.
د سریلانکا لخوا ټاکل شوی هدف افغان لوبغاړو د لوبې په ۳۳م اور کې یوازې د ۴ لوبغاړو په زیان پوره او د ۶ ویکټو په توپیر یې بریا خپله کړه.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس