له پاکستان څخه تېره یوه میاشت کې ۵ زره ۱۸۱ افغانان هېواد ته راستانه شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۱۴ نېټه):
د راپورونو له مخې په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو دفتر ( IOM) په خپله خوښه افغانستان ته د ۵ زره ۱۸۱ افغانانو د بېرته ستنېدو خبر ورکړی.
د دغه راپور پر بنسټ، له دغه کډوالو ۲ زره ۶۷۹ یې د تورخم له لارې او ۲ زره ۵۰۲ یې د چمن له لارې افغانستان ته ستانه شوی دی.
راپور کې دا هم راغلی، چې د پاکستان سرحدی چارواکو ۳۲۹ هغه افغانانو ته چې په پاکستان کې د اوسېدلو قانونی اسناد یې نه درلودل، افغانستان ته د دوی د ستنېدو لپاره اسانتیاوې برابرې کړې دی.
د پاکستان د ( IOM) دفتر لیکی، د تورخم او د چمن په دروازو کې د روان کال د جنورۍ میاشتې له لومړۍ نېټې د مارچ تر ۲۵ مه پورې دوی ۱۸ زره ۹۲۶ هغه بې اسناده افغانان ثبت کړی، چې بېرته افغانستان ته ستانه شوی دی.
د روان زېږدیز کال له پیل راهیسې د بې اسنادو افغانانو سره د پاکستان پولیسو چلند نور هم جدی شوی، چې د ډېرو څارونکو نیوکې یې پاکستان باندې راپارولی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.