کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۱۴ نېټه):
د ننګرهار پوهنې ریاست مطبوعاتی مسوولینو ویلی، چې د جاپان UMCA موسسې لخوا د ننګرهار پوهنې ریاست اړوند د چپرهار پوهنې آمریت له بېلابېلو ښوونځیو سره د بکسو، قرطاسیې او اړوند نورو تشویقی موادو د وېش لړۍ پیل شوه.
د مسوولینو په خبره یادې مرستې به اړونده ښوونځیو کې له لومړی څخه تر درېیم ټولګی پورې زده کوونکو باندې د حاضرۍ له مخې ووېشل شی.
د ننګرهار پوهنې رییس د یادې همکارې موسسې له مسوولینو څخه د دې مرستو له امله مننه وکړه او د هغوی د دوامدارو مرستو د ستایلو ترڅنګ یې هیله وکړه، چې راتلوونکی کې دا مرستې له درېیم ټولګیو پورته زده کوونکو باندې هم ووېشل شی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ