کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۱۵ نېټه):
د راپورونو له مخې د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال مجیبالرحمن عمر اخندزاده د دې وزارت د کلنی راپور وړاندې کولو په خبری غونډه کې ویلی، چې دې وزارت د بهرنیو موسسو په همکارۍ په ټول هېواد کې ۳۶۰ پروژې عملی کړی، چې په دې پروژو کې سربندونه، کوچنی بندونه، کانالونه او د اوبو اړوند نورې پروژې شاملې دی.
د اوبو او انرژۍ وزارت دغه راز زیاته کړې، چې له تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان سره د برېښنا د تړونونو غځول، له خصوصی شرکتونو سره د دریو هوکړه لیکونو لاسلیکول او د کورنیو او بهرنیو پانګوالو د جذب لپاره زمینه برابرول په ۱۴۰۱ لمریز کال کې د دې وزارت له مهمو لاسته راوړنو څخه ښودل شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ