دفاع وزارت وایی، تېر یوه کال یې د زرګونه پوځی وسایلو د قاچاق مخه نیولې

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۱۵ نېټه):
د راپورونو له مخې دفاع وزارت ویلی، چې په وروستی یوه کال کې یې له هېواده بهر ته د زرګونه جنګی او نورو پوځی وسایلو له قاچاق څخه مخنیوی کړی دی.
د دې وزارت ویاند زیاته کړې، چې د یاد وزارت د کشفی عملیاتو په پایله کې نورو هېوادونو په ځانګړې توګه ګاونډیو هېوادونو ته د جنګی وسایلو د قاچاق په تړاو لسګونه کسان نیول شوی دی.
د پوځی چارو شنوونکی د پوځی تجهیزاتو ساتنه د یوه هېواد د پوځ لپاره مهم ګڼی.
له افغانستانه د امریکایی ځواکونو تر وتلو او د جمهوری نظام تر سقوط وروسته د امریکا د فاع وزارت د دغه هېواد کانګرېس ته راپور کې ویلی وو، چې په افغانستان کې د ۷،۱۲ میلیارده ډالرو په ارزښت پوځی تجهیزات پاتې دی.
بل لور دفاع وزارت د ځینو هغو وسلو، زغروالو وسایطو او دغه راز د ۶۰ هغو چورلکو د ترمیم خبر هم ورکړی، چې بهرنیو ځواکونو په خپلو وتلو سره ویجاړې کړې وې.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.