کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۱۵ نېټه):
بلخ کې باختر آژانس د ځایی چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې تېره شپه د دغه ولایت نهر شاهی ولسوالۍ اړوند مهدی سیمه کې د داعش وسلوالو په یو مهم پټنځای ځپونکی عملیات ترسره شوی دی.
د دوی د خبر له مخې دغو عملیاتو کې یاد پټنځای په بشپړ ډول له منځه تللی او په کې شته شپږ تنه داعش وسلوال هم له منځه وړل شوی دی.
دغه عملیات د بلخ نهر شاهی ولسوالۍ اړوند د انجینر مهدی سیمی په ۱۳ مه کوڅه کې د شپې په ۹:۰۰ بجې د سرپرست افغان حکومت د ځانګړو ځواکونو له لوری ترسره شوی دی.
په بلخ کې مسوولینو ویلی، چې د امنیتی ځواکونو لخوا د عملیاتو پرمهال ګڼ شمېر وسلې او مهمات نیول شوی دی.
مسوولینو ویلی، چې دغو عملیاتو کې د دوی ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ