اوچا وایی، افغانستان کې ۲۸ میلیونه خلک بېړنیو بشری مرستو ته اړتیا لری

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۱۵ نېټه):
د ملګرو ملتونو د بشری مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا ویلی، په روان ۲۰۲۳ زېږدیز کال کې د ژوندی پاتې کېدو لپاره نږدې ۲۸ میلیونه او ۳ لکه افغانان بېړنیو بشری مرستو ته اړتیا لری.
د دې ادارې د معلوماتو په اساس، د دغو څه باندې ۲۸ میلیونه تنو په منځ کې ۱۷ میلیونه له شدیدې لوږې سره مخامخ دی او ۶ میلیونه یې په اضطراری ډول خوړو ته اړ دی.
اوچا تېره ورځ په خپل یو راپور کې ویلی، چې ‘People and need’ موسسه د اروپایی اتحادیې په ملاتړ د افغانستان په مېدان وردګو ولایت کې د خوراکی امنیت، اوبو، تغذیې، نظافت او پاکو اوبو پروګرام پیل کړی دی.
د دې پروګرام په اساس د هغو کسانو ملاتړ کیږی چې ستونزې یې خورا ډېرې دی او د خپل ژوند شدیدې اړتیاوې نه شی ترلاسه کولای.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.