کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۱۶ نېټه):
د راپورونو له مخې د کډوالو چارو وزارت مسوولینو ویلی، چې د درې میلیونه امریکایی ډالرو په ارزښت به په بېلابېلو ولایتونو کې له اړمنو خلکو سره د مرستې او رغونې برخو کې پروژې پلې کړی.
دغه وزارت زیاته کړې، چې د یادو چارو لپاره هوکړه لیکونه د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د مسلکی مرستیال او د یو شمېر موسسو له استازو سره لاسلیک کړل.
مسوولینو ویلی، دغه څه باندې ۹ میلیونه ډالر به په کابل، هرات، فراه، غور، بادغیس، غزنی، مېدان وردګ، لوګر، بامیان دایکندی، خوست، پکتیا، پکتیکا او کندهار ولایتونو او شمال ختیځو ولایتونو کې له اړمنو کسانو سره نغدی مرستې وشی او د لمریزې برېښنا، روزنیزو او حرفوی زده کړو مرکزونو جوړولو، نیالګیو ایښودلو، د اوبو کانالونو کورونو ښوونځیو جوړولو او نورو عام المنفعه چارو کې ولګول شی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ