کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۱۶ نېټه):
ټاس خبری آژانس د افغانستان په چارو کې د روسیې د ځانګړی استازی ضمیر کابلوف له قوله لیکلی، چې ټاکل شوې د روانې اپریل میاشتې په نیمایی کې د روسیې په ګډون د افغانستان ګاونډی هېوادونه د ازبکستان په سمرقند کې د افغانستان په اړه غونډه وکړی.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی وایی، په دې غونډه کې به د افغانستان پر مهمو پېښو خبرې وشی.
کابلوف زیاته کړې، چې په یاده غونډه کې به د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران ګډون وکړی.
بل خوا کابلوف، د پنځه ډلې په اړه چې په دې وروستیو کې د مسکو او ایران له لوری د افغانستان د مسٔلو د حل په موخه وړاندیز شوې وایی، د یادې ډلې په چارو کې د هند د حضور په اړه د پاکستان د نه همغږۍ له امله هېڅ پرمختګ نه دی شوی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ