ننګرهار کې څلور ټنه تاریخ تېره خوراکی توکی او درمل وسوځول شول

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۱۶ نېټه):
د راپورونو له مخې دغه تاریخ تېره خوراکی توکی او درمل ننګرهار کې د تورخم ښاروالۍ له لوری راټول او تېره ورځ په عام محضر کې وسوځول شول.
مسوولینو ویلی، دغه توکی د څلورو ټنو په اندازه وو، چې د تورخم ښارګوټی ګډ هیت استخباراتو مدیریت، ګمرک مدیریت، کمیسارۍ مسوولینو اطلاعاتو کلتور مدیریت په حضور کې وسوځول شول.
د مسوولینو په وینا هېچاته به اجازه ورنه کړی، چې د تاریخ تېرو درملو او خوراکی توکو په پلورلو سره هېوادوالو ته صحی مشکلات وزېږوی.
هېره دې نه وی چې یاد ۴ ټنه خوراکی او صحی توکی د مهمندری ولسوالۍ اړوند بېلابېلو بازارونو څخه د تورخم ښارګوټی، ډکې، ګردی غوث، باسول، هزار ناو، ولسوالی بازار او ۲۸ بازار پورې له پلورونکو څخه راټول شوی وو.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.