کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۱۶ نېټه):
د راپورونو له مخې د جلال آباد حصارک ولسوالۍ سوزادګانو په کلی کې نن سهار ۱۰ بجې د تېر نظام د یوه چارواکی په کور کې یوه زړه د راکټ مرمۍ چاودلې، چې له امله یې یوه ۱۸ کلنه نجلۍ وژل شوې او یوه بله ۱۶ کلنه نجلۍ ټپی ده.
د حصارک امنیې قوماندانۍ ویلی، د دوی پرسونل پر وخت ځانونه د پېښې ځای ته رسولی او زخمی شوې نجلۍ یې روغتون ته لېږدولې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ